
ولسمشر غني ځوانانو ته زیات وخت او ارزښت ورکوي، هغه وایي افغانستان له دې پلوه نېکمرغه ده چې د ځوانو هیوادونو په کتار کې راځي. په دې مانا چې د ټولنې اکثریت برخه یې ځوانان تشکیلوي. نوموړي د ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې په حکومت کې به ځوانانو ته تر شپېته سلنې برخه ورکوي او واک ته له رسېدو وروسته یې کرار کرار خپله دغه ژمنه عملي کړه، ځکه د ډېرو وزارتونو او مهمو ادارو مسوولیتونه یې ځوانانو ته ورسپارلي او د افغانستان ادارې تر بل هر وخت د ښاغلي غني له برکته ځوانې شوې دي.
ځوانانو ته یې لارښوونه او سپارښتنه داده چې ، ”لومړی دې ځان باندې باور ولري، موږ د یو ډېر لوی تمدن محصول یوو، نړۍ سره له ضعفه رفتار مه کوئ، په اسلامیت او افغانیت شک مه لرئ؟ په دې باور ولرئ چې نه تاسو خارجیان کېږي او نه هغوی ستاسو په څېر کېږي.اما په ازاده مو فکر ته موقع ورکړئ، نه مو دین په خطر کې دی او نه افغانیت . څېړنې ته سرحد وټاکئ او هیڅ کله مه قانع کېږئ چې کمال ته رسېدلي یئ. کمال ته موږ نه رسېږو، هغه په بندګانو کې د پیغمبرانو برخه ده. علم په بدلون کې ده. د هرې ورځې په پای کې باید محاسبه وکړئ چې نوي مو څه زده کړي، لید مو څنګه غني شوی دی، څنګه په دې چوکاټ کې راغلي یئ چې علم مو په عمل بدل شوی او په دې پوه شئ چې د ستونزو تعریف اسانه دی د چارې لارو ته راشئ او علم په کتاب مه بدلوئ. “
نوموړی وایي، ”ولس لوی ترین علم دی چې شاوخوا مو ده او افغانستان یو خلاص کتاب دی او لوستل یې پکار دي او نړۍ هم همداسې ده. نړۍ تړلی کتاب نه دی چې یوه رځ به څوک د پیر صیب غوندې طریقه درزده کړي دا دوامدار ریاضت غواړي.زموږ ټول صوفي مشرانو ریاضیت تېر کړی وو. او د ریاضیت مانا داده چې ځان ا و جهان وپېژني ځان او جهان سره تړلي دي. “
ډاکټر غني ځوانانو ته د خپلو لارښوونو او سپارښتنو په لړ کې دا هم وایي چې: ” په دې باید پوه شئ چې څه غواړئ زده کړئ؟ سرحد مو څه ده؟ او د هڅې حدود باید سړی په ډېر کوچینوالي او ځوانۍ کې وټاکي. که غواړئ په لیسانس او ماسټري قناعت وکړئ هغه بیا بېله خبره ده، مګر که په رښتیا غواړئ په دوامداره توګه فکر وکړئ دا بیا ډیسپلین غواړي او ځان باندې ډیسپلین راوستل مانا یې داده که غواړې دا کتاب لولې، نو باید خلاص یې کړې، نو دابه بیا په نیمه کې نه پرېږدې.“
نوموړی د ځوانانو او محصلینو پوښتنې بنسټیزې او نورو ته د غوږ نیول د پوهې لویه برخه بولي. هغه زیاتوي، ”یوه پوښتنه سړی تېرولی او یو فرمایشي ځواب ورته ویلی شي، مګر نوې پوښتنه دې غور کولو ته هڅوي. ځینې وخت د یو محصل نوې پوښتنه د دې باعث ګرځېدلې چې دوه درې یا څلور میاشتې یې په اړه فکر وکړم، لسګونه کتابونه وګورم تر څو یو قانع کوونکی ځواب پیدا کړم.