
روهي( نۍ/۲۱ د غوایي )، د فرانسې د رسنیو له قوله چې ایمانویل میکرون د فېسبوک بنسټګر ( مارک زکر برګ ) سره لیدنه کې هغه ته وویل چې ټول هغه حسابونه چې ترهګري خپروي باید وتړل شي.
د فرانسې لومړي وزیر ( ایمانویل میکرون ) د فېسبوک بنسټګر ( مارک زکر برګ ) سره یو په یو لیدنه کې ویلي دي چې د ټولو هغو کسانو چې د نورو هېوادونو څخه فرانسې ته راغلي دي د هغوي د فېسبوک حسابونه دې یو ځل وکتل شي چې له چا سره اړیکه لري.
د دې مخکې هم هغه د فېسبوک حسابونه چې ترهګرۍ ته یې کار کاوه په فرانسې کې بند شوي دي.