یوه امریکایي استاده خپله یوه معذوره شاګرده په خپله شا ګرځوي

روهي( نۍ/۲۱ د غوایي )، دنیا کې ډېر خلک شته چې معذوره دي او بیا ډېر داسې کسان هم شته چې له دغو معذورو خلکو سره مرسته کوي چې یو له دغو څخه امریکایي استاده ( هیلما کا شمار ) ده چې خپله یوه معذوره شاګرده شوونځي ته له ځان سره په شا وړي او بېرته یې راوړي.
 
 
هیلما کا شمار په یو واړه کلي کې استاده ده او خپله دا د عصبي ناروغۍ لرونکې شاګرده هره ورځ په ډېرې مینط سره شوونځی ته وړي او له د رخصتۍ په وخت یې بېرته په شا تر کوره پوره راوړي.
 

د دغه کار لپاره هیلما کا شمار په ۳۰۰ امریکایي ډالره یو ځانګړی بېګ هم اخیستی دی تر څو په اسانۍ سره میګي ( خپله شاګرده ) تر ښوونځي په اسانۍ سره ورسوي. هیلما کا شمار وایي چې میګي یوه حوصله منده زده کوونکې ده.
 
 
هیلما کا شمار وایي چې میګي معزوره ده خو معزورتیا د میګي د زده کړو مخه نه شي نیولی.