
روهي( نۍ/۲۱ د غوایي )، د سرچینو له قوله چې د ژغورنې ډلو د نوموړې کښتۍ د لسګونو تنو سپرلۍ نه یواځې ۱۶ تنه ژوندي ژغورلي دي.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۷۰ تنه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ملګروملتونو سازمان د شمیرو له مخې تیر کال په مدیترانه کې ۲۲۶۲ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی. د ویلو ده چې تیر کال د مدیترانې له لارې تر سلو زرو تنو ډیر کډوال اروپا ته تیر شوي دي.
همدا ډول په ۲۰۱۷ کال کې بیا په مدیترانه کې ۳۱۳۹ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو.
په ۲۰۱۶ کال کې بیا تر ۵۰۰۰ تنو ډیرو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو چې دا کار تر ټولو خونړی کال بلل کیږي.