
روهي / نۍ۲۱ د غوایي )، د سوډان هېواد کې هغه وخت د یوې الوتکې څخه ۲۴۱ کېلو ګرام سره زر ترلاسه شول کله چې د هوایي میدان کارکوونکو ته خبر ورکړل شو چې په الوتکه کې سره زر دي.
د دغه خبر سره سم د میدان کارکوونکو د الوتکې پلټنه شروع کړه چې په پایله کې یې ورڅخه ۲۴۱ کېلو ګرام سره زر ترلاسه کړل .
د سرچینو له قوله دغه سره زر نورو هېوادونو ته په غلا وړل کېده.
د سوډان هېواد ترټولو لوی عاید سره زر دي چې د کال ۱۰۰ ټنه سره زر ترلاسه کوي.