د اسراییلو پوځ د اقصی په جومات کې په روژه لرونکو خلکو ډزې کړې دي

روهي/ نۍ۲۱ د غوایي )،  پرون ورځ د جمعې لمانځه په وخت کې د اسراییلو پوځ په اقصی جومات کې په لمونځ کوونکو باندې ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې ۶ فلسطیني وګړي سخت ژوبل شوي دي.
 

د سرچینو له قوله چې د اقصی جومات د ( العامود ) دروازې سره اسراییلي پوځیانو د فلسطینیانو یوه ۸ کسیزه ډله چې جومات په خوا روان وو خپل هدف لاندې راوستل او په هغوي یې ډزې وکړې.
 
 
دا لومړی ځل نه دی چې د اسراییلو پوځ په فلسطیني وګړو ډزې کوي تردې وړاندې یې هم په وار وار فلسطیني وګړي وژلي دي.