د ګاندي د (ټول مسلمانان ورڼه دي) کتاب لس په زړه پورې ټکي!

لومړی ـ
کله مې چې په یوویشت کلنۍ کې په مذاهبو غور کوو نو د خپل مذهب ټاکلو نه پس مې هم باور درلود چې د یوې ډلې (مذهب) چټل ګڼل د هندو مذهب جز نه دی او که وي هم زه دا ډول مذهب نه قبلوم.

دویم ـ
پوهېژم که په دوامداره توګه او ان د خپل ژوند په بیه له بدیو سره مبارزه ونه کړم، خدای به ونه پېژنم. دا محدودې او وړې تجربې مې پر دغه باور ټینګ ساتي. څومره چې پاکېږم، هومره ځان خدای ته نږدې احساسوم. پر خدای مې باور د استغفار او مغفرت غوښتنې بڼه نلري، بلکې د همالیا د غرونو غوندې کلک او تزلزل نه منونکی دی، د دغو غرونو د واورو غوندې روښانه او ځلېدونکی دي.

درېيم ـ
خدای حقیقت او محبت دی. خدای اخلاق او نېکي ده.
خدای د ژوند او روښنایۍ سرچینه ده او عین حال کې تر دې هر څه پورته دي. خدای وجدان دی. حتی بې اعتقادي او لا مذهبي هم خدای دی... د خبرې او عقل له پولې وتلې . تر ټولو پاک او خالص اثر دی.

خدای د ټولو هغو انسانانو لپاره شته چې په وجود یې باور لري. هغه د ټولو لپاره هرڅه دي. هغه په مونږ او په عین حال کې له مونږ ټولو پورته دي.... مهربانه او بښونکی دی، ځکه تل د بښنې او توبې چانس راکوي. خدای هغه ذات دی چې مونږ یې مختار پرېښي یو، څو د بدۍ او نیکۍ تر منځ خپل فرق وکړای شو.
او یوازې یو آزاد هېواد کولای شي چې رښتینی خدای وستایي.

څلورم ـ
د ژوند په ټولو چارو ‎کې د عدالت پلي کول د عدم خشونت لومړی شرط دی. څنګه مو چې د زور لپاره د نورو وژل زده کړي باید د عدم خشونت لپاره د ځان مرګ هم ومنو.

پینځم ـ
د شخص دندې نسبت ځان، کورنۍ، هېواد او نړۍ ته یو له بل نه جدا او مستقلې نه دي. نه شي کېدای چې ځان او کورنۍ ته په زیان رسولو کې خپل هېواد ته خدمت وشي. په همدې اساس نړۍ ته په زیان رسولو هم خپل هېواد ته خدمت نه شي کېدای.(نړۍ زما کورنۍ ده)

شپږم ـ
ګاندي ډېرو خلکو ته د ډېرې ګټې پر اصل باور نلري، د دې مانا دا ده چې ۵۱٪ خلکو د ګټو لپاره باید د ۴۹٪ خلکو ګټې قرباني شي. دا یوه بې رحمه نظریه ده او بشر ته ډېر زیانونه لري. یوازینۍغوره نظریه دا ده چې په هغې کې د ټولو خلکو ډېره ګټه په پام کې نیول شوې وي او دا نظریه د ځان د ډېرې قربانۍ له لارې تحقق موندلی شي.

اووم ـ
مونږ او زمونږ زامن باید خپل میراث را ژوندی او جوړ کړو.
څه اړتیا ده چې زه د شکسپیر او میلتون د شهکارونو لپاره انګلیسي زده کړم. ډېره به ګټوره وي چې د دې منظور لپاره یوه ډله زده کړیالان وروزو او دنده به یې دا وي چې غوره مطالب چې د نړۍ په بیلابیلو ژبو کې دي، زده کړي او وروسته یې ملي او محلي ژبو ته وژباړي.

اتم ـ
د تولستوی د ژوند څخه د ګاندي را نقل شوې ځانګړنې.
زه په دې کلک باور لرم چې هېڅکله یوه موسسه او سازمان د پلویانو د نلرلو له امله له منځه نه ځي. هغه سازمانونه چې له منځه تللي دي، یا دا علت و چې په هغه کې داسې څه نه وو چې خلک ځان ته جلب کړي. او یا له دې امله چې د هغوی سیاستوالو خپل ایمانونه له لاسه ورکړي او په دې توګه یې کوم مقاومت نه دی کړی.

نهم ـ
مونږ ته را زده کړل شوي دي څو باوري شو هغه څه چې ښکلي دي لازم نه دي چې هغه دې ګټور هم وي او هغه څه چې ګټور دي نه شي کېدای، لازم نه شي کېدای چې ښکلي دې هم وي.

لسم ـ
ډېر لوی ویاړ چې زما ملګري یې راته بښلی شي ، دا دي چې کوم پروګرامونه زه وړاندې کوم، هغه د په خپل ژوند کې وکاروي او یا که چېرې پر هغو باور نلري نو پر خپل حداکثر ځواک سره دې د هغه پر خلاف مبارزه وکړي.