سوالیه نښه(؟)

یو انسان چې د کونډو او یتیمانو په پیسو وروزل شي او په دې سختو حالاتو کې، چې افغان ملت ورسره لاس او ګرېوان دی، ګران وطن هره شېبه کار کولو ته ضرورت لري، څو له دې بد حالت څخه را بهر شي. دی خپله هم په دې هر څه ښه پوهیږي، خو بیا هم خپل وطن او ولس د خارج د ارام او مډرن ژوند په هیله پرېږدي، ترڅنګ یې ځان د وطن او ولس سره د مینې دعوه ګیر هم ګڼي. باید دې ته هم متوجه شي، چې وطن او ولس سره مینه یوازې د خولې خبرې نه دي، بلکې دا مینه باید په عمل کې اثبات شي، زما په اند د داسې کسانو د وطن دوستۍ په وړاندې د سوالیه (؟) یوه غټه نښه اېښودل شوېده. هیله ده د لرې کولو په پار یې رښتینې او عملي هڅه وکړي. احمد شاه بابا هم د خپل وطن سره همدې لېونۍ مینې دې ته مجبور کړی و، چې د شعر په ژبه یې لاندې الفاظ له خولې را وتلي و.

د ډلي تخت هېرومه چې را یاد کړم
زما ښکلې پښتون خواه د غرو سرونه
که داسې نه وی، نو بل به کوم داسې قوت شتون درلود، چې نوموړي څخه به یې د ډهلي تخت هېرولی شوی.

یادونه: ممکن یو تعداد وروڼه او خویندې داسې هم وي، چې د یو مجبوریت په اساس د خپل ګران هېواد پرېښودلو ته مجبور شوي، چې هغه بیا بېل بحث دی.
استاد واثق