مسکو يې کليزه لمانځي؛ روسيې ۷۴ کالونه وړاندې نازي جرمني ته ماته ورکړه

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د غوايي)، د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې روسيې د هټلر په مشرۍ نازي جرمني ته ماته ورکړه او اوس د يادې بريا ۷۴مه کليزه لمانځي.

مسکو نن په سره ميدان کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې دغه ورځ نن ولمانځله. د پوتين په شمول نور روسيې چارواکو او د ګاونډيو هېوادونو مشرانو برخه اخلي.

د روسيې او جرمنې ترمنځ جګړه د دويمې نړيوالې جګړې يوه برخه وه چې نېږدې ۷۴ کالونه وړاندې پېښه شوې وه. يو شمېر د نړيوالو اړيکو پوځي شنونکو نيوکه کړې چې روسيه په دې سره خپل ځواک نړۍ ته ښيي.