پاکستان به اخر هم پښېمانه شي!

په دې کې شک نشته چې د افغانستان په هره بدمرغۍ کې د پاکستان مستقیم لاس دی، ځکه له یوې خوا یې وسله وال طالبان جنګ ته ګومارلي، هغوی ته وسلې، مهمات او د جنګ پلانونه او نقشې ورکوي، له بل لوري د افغانستان د الوتکو پر مخ هند ته د تلو لاره تړلې او ترڅنګ یې په کونړ توغنديز بریدونه کوي او پر ډیورنډ کرښه درګرده اغزن سیم تاووي.

پاکستان فکر کوي چې په دغو جنایتونو، وحشتونو او فشارونو به افغان دولت او ملت د خپلو شومو موخو لپاره تابع کړي او هغوی به بالاخره مات کړي، مګر دا یو بې ځایه خیال ځکه دی چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ زور او فشار پر وړاندې نه یوازې تسلیم شوي نه دي، بلکې دومره په مېړانه ودرېدلي او جنګېدلي، په څومره قوت او مېړانه چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې جنګېږي.

پاکستان به له دغه فشار څخه هیڅ هم ترلاسه نه کړي. حتی پاکستان به اخر هم له خپل دغه دریځ څخه چې د افغانستان پر وړاندې یې اختیار کړی دی پښېمانه شي. دلیل یې دادی چې افغانستان اوس بې څښتنه نه دی، د ولسمشر غني غوندې جمهوررئیس یې قیادت او مشري کوي، داسې یو څوک چې نړۍ یې پوهې، قاطعیت او درایت ته دوه لاسي سلام کوي. داسې څوک چې په څلورو کالو کې یې د افغانستان برخلیک او جغرافیه بدله کړه. په لومړیو کې چې کله ولسمشر غني واک تر لاسه کړ، نو پاکستان او د دوی لاسپوڅو به دا پروپاګند کاوه چې یو معلم راغلی او د وسله وال پوځ اعلی سرقومنداني کوي، نو د معلم سرقومنداني به څنګه وي؟

مګر پاکستان او ټولې نړۍ ولیده چې ولسمشر غني په ډېره ښه توګه په هیواد تحمیل شوی جنګ نه یوازې مدیریت کړ، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې داسې تمویل او تجهیز کړل چې مېړانې او کارنامو ته یې سیمه او نړۍ هکه پکه ده، همدا پرون چې پلازمېنه کابل کې په نوي ښار کې د کاونټرپآرټ پر دفتر وسله والو طالبانو ترهګریز برید ترسره کړ، نو زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په لومړیو شیبو کې هلته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او په څو ساعتونو کې یې پنځه وسله وال بریدګر له منځه یووړل او په دې ډول یې د سلګونو هیوادوالو ژوند وژغوره.

زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس په ډېره اسانۍ سره کولی شي چې دغه ډول بریدونه په ښه توګه مهار کړي او د زیاتو تلفاتو د اوښتو مخه ونیسي. د وسله وال پوځ محاربوي وړتیا دومره لوړه شوې چې دښمن ورسره د مخامخېدو جرئت نه لري او له دې امله په ښارونو کې بریدونه کوي.

د ولسمشر غني د هڅو او کړنو له برکته افغانستان کرار کرار له بحران څخه د وتلو او خودکفایي ته د ور نږدې کېدو په لور ګامونه اخلي. پاکستان دا درک کړې چې افغانستان یې لکه چې په زور او فشار مهار او تسلیم نشو کړای، نو ځکه اوس په خپل دریځ او د افغانستان پر وړاندې د توطیې او فشار پر پالیسي پښېمانه دی. پاکستان کوښښ کوي چې د ولسمشر غني باور ترلاسه کړي او د دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاس ورکړي، ولسمشر غني ته پاکستان ته د ورتلو لپاره د عمران خان رسمي بلنه د همداسې یو بدلون او پښېمانۍ په مانا دی.