
روهي( پنځه نۍ/۱۹ د غوایي )، تېره شپه ناوخته د ایران د تبریز په تاریخي بازار کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده چې له امله يي ۲۹ تنه ټپیان شوي دي. د تبریز ښار روغتیايي چارواکو ویلي دي چې پدې پیښه کې د ۱۹ تنو اور وژونکو په ګډون ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
د تبریز د ښار مسول مدیر حسین اسماعیل سنګري خبري رسنیو ته ویلي دي چې اور لګیدنه د شپې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې ۸ ساعته يي دوام وکړ. اورلګیدنه د ۸ ساعتو هلو ځلو نه وروسته تر کنټرول لاندې راغله.
هغه ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې تر سلو ډیرو دوکانونو ته زیان رسیدلی دی.
همدا ډول د ختیځ اذربایجان د ښار د اور وژنې د ادارې ویاند سیامک نوروزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په بازار کې د سینګار د توکو د پلوونکو د مغارو نه په یو کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ویلو ده چې د تبریز دا تاریخي بازار چې لرغونوالی لس پیړیو مخکې ته غځیږي د نړۍ تر ټولو لوی تاریخي سرپټی بازار بلل کیږي.
د ویلو ده چې دا تبریز دا لرغونی بازار په ۲۰۱۰ کال کې د یونسکو سازمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل کړی شو.
پدې بازار کې چې تر ۴۰ دیر مسلکونه اجرا کیږي ۵۵۰۰ دوکانونه او مغازې شتون لري.
همداشان دا بازار د تبریز ښار د سمبول په توګه هم یادیږي.