د اسلام لوى داعي شيخ احمد حسين ديدات په کال ١٩١٨ز کې د هند په تادکهار فار ولايت کې د حسين کاظم ديدات او فاطمه په نامه له مسلمان مور او پلار څخه زيږيدلى. پلار يې دهقان و او مور يې هم له پلار سره په دهقاني کې مرسته کوله، د ده کورنۍ له هند کې څخه هغه مهال د افريقې ديربان ته روان شول چې شيخ ديدات نهه کلن و ، هلته يې پلار د دهقانۍ پرځاي خياطي شروع کړه. شيخ احمد ديدات له پيله د اهل سنت په منهج او لاره پښه ايښې وه، په ماشومتوب کې يې په المرکز الاسلامي کې چې ديربان کې و، د قرآن، قرآني زده کړې او شرعي زده کړه کوله، په کال ١٩٣٤ز کې له ابتدائې مرحلي خلاص شو او تصميم يې ونيو چې نور به له خپل پلار سره مرسته کوي، همدا وه چې د مالګې خرڅولو په دوکان کې يې کار پيل کړ، بيا يې دا کار پريښود او د کورنو د سامان جوړولو په فابريکې کې کار پيل کړ، په دې فابريکې کې يې دولس کاله کار وکړ، لمړى د ډريور بيا د فابريکې مدير او په همدې وخت کې يې پوهنتون کې هم داخله واخسته او د رياضياتو او ادارې پوهنځۍ يې ولوسته
څرنګه چې عيسايې منصرين د افريقا مسلمانانو ته ډيره پاملرنه کوي، د هغوي له غربت او ناپوهۍ څخه ګټه پورته کوې او خلک عيسايان کوي، همدا د عيسايت بلونکي و چې د شيخ توجه يې د مذاهبو مقارنې ته راواړوله.
د شيخ ديدات په ژوند کې حقيقي تحول هغه وخت راغى کله چې ده د مالګې په دوکان کې کار کاوه او يو عيسايې منصر راغلې و او غوښتل يې خلک له اسلام څخه عيسايت ته واړوي، هغه به اسلام باندې تهمتونه لګول او حتى د اسلام په نبي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې به يې تهمت لګاوه چې ده اسلام د تورې په زور خپور کړى او داسې نور بېځايه تهمتونه به يې لګول ترڅو مسلمانان له خپل دين څخه واړوي، همدا کس شيخ احمد ديدات ته هم ورغى، د ده په دوکان کې يې هم په اسلام پسې بد رد او تور ولګاوه، شيخ ځکه څه نشو ويلاى چې ده نه د اسلام په اړه او نه هم د عيسايت په اړه کافي معلومات لرل.
دلته شيخ له ځان سره تصميم ونيو چې د انچيل مختلف انګليسي چاپونه او حتى غوښتل يې عربي انجيل هم له چا سره ولولي، نو هغه په انجيلونو کې مقارنوي زده کړه پيل کړه، کله چې هغه انجيلونه سره مقايسه کړل، ځان کې يې د مقارنې قدرت وليد او وپوهيد چې زه کولى شم له دې لارې اسلام ته خدمت وکړم، ځکه خو يې تجارت ته نور شا کړه او هرڅه يې پريښودل.
دې موضوع ته د شيخ په ننوتلو کې بل مهم لامل چې د شيخ فکر او ژوند يې تغير کړ، په پاکستان کې د شيخ د کار کولو په موده کې و، څرنګه چې شيخ په افريقا کې د تنصير د عوت په خپلو سترګو ليدلى و او همالته يې ټينګه اراده کړې وه چې په دې برخه کې به مطالعه کوي، نو په پاکستان کې هم شيخ په دې اړه کتابونه لټول، د ده د څيړنې او تحقيق په وخت کې د علامه رحمت الله الهندي يو کتاب د (اظهار الحق) په نامه لاسته ورغى.
د علامه رحمت الله الهندي په دې کتاب کې چې د شيخ لاس ته رسيدلى و، په هند کې چې د شيخ اصلى ټاټوبى و، د عيسايت د دعوت پ اړه کافي معلومات و، په دې کتاب کې ليکلې و چې، کله چې انګلستان په هند کې مات شو، هغوي ته دا تشويش پيدا شو چې، په راتلونکي کې د هند د مسلمانانو له لورې دوي ته کوم مشکل پيدا نشي، انګريزانو ويلې چې د هند مسلمانانو د پادشاهي خوند هم ليدلى او په هند کې له مسلمانانو څخه په جنګ کې څوک مخکې هم نه و، نو که انګريزانو ته مشکل جوړوي مسلمانان به وي، ځکه هغوي په دې عقيده و چې له نورو مذاهبو سره جوړ جاړى کولى شو، خو که حکومت د مسلمانانو لاس ته ورغى نو حتما به موږ ته په اصطلاح درد سر جوړيږي.
د دې لپاره انګريزانو پلان جوړ کړ چې مسلمانان به عيسايان کوو، ترڅو په هند کي زموږ حکومت لاهم پياوړى شي، نو دوې هند ته د عيسايت بلونکي وليږل ترڅو هلته د عيسايت بلنه پيل کړي، چې د دوي يواځنى هدف د هند د مسلمانانو عيسايې کول و او دغه لوى کتاب شيخ ته د عيسايت په اړه کافي معلومات ورکړل، له عيسايانو او اهل کتاب سره يې د خبرو اترو طريقه وروښوده، دې کتاب شيخ ته د هغو پوښتنو د ځوابولو قدرت ورکړ کومې چې ده په افريقا کې نشواى ځوابولى.
وروسته له هغې چې شيخ دا کتاب ولوسته له عيسايانو سره يې مناظرې پيل کړې او هغوي ته به يې چلينجونه ورکول، حتى تردې چې له عيسايانو سره به هره يکشنبه د هغوي کورو ته وروسته له هغې چې هغوي له کليسا څخه خلاصيدل ورته او ورسره به يې مناظرې کولې، له دې وروسته شيخ ديربان ته ولاړ او هلته يې له لويو مبشرينو سره لويې مناظرې وکړې.
د احمد ديدات لمړۍ لکچر د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اړه و، د دې لکچر نوم و (محمد صلى الله عليه وسلم د سولې پيغمبر) په نامه و، چې په کال ١٩٤٢ز کې د ديربان په يوه سينما چې اوالون نوميده پنځلس کسه ليدونکو ته وړاندې کړ. شيخ ديدات دغه لکچرونو ته ادامه ورکړه، بالاخره د يو ملي مقرر په حيث وپيژندل شو، همدا وه چې دى د جنوبي افريقا نورو ښارو ته هم د وينا لپاره وبلل شو او ورو ورو يې مينه وال او ليدونکي ډيريدل. د شيخ ديدات د دعوت اصلي ځاي د ديربان د جمعه مسجد و، دوربان ته به ډير سياحين راتلل او لوى لوى پروګرامونه به جوړيدل، چې شيخ ديدات به د اسلام او عيسايت په اړه پکې خبرې کولې.
بيا په کال ١٩٤٩ز کې شيخ ديدات پاکستان ته د کار لپاره لاړ، شيخ به په پاکستان کې دومره پيسې ګټلې چې له خپل مصرف څخه به ډيريدې، نو ده به په دعوتي موضوعاتو کې مصرفولې، دغه وخت کې شيخ د درې کالو لپاره پاکستان کې پاته شو.
شيخ احمد ديدات واده وکړ او دوه ځامن او يوه لور خداى ورکړه.
په دې وخت کې شيخ ديدات د منسوجاتو په کارخانه کې کار کاوه، له دېنه وروسته بيرته ديربان ته ولاړ او هلته يې په هماغه کارخانه کې د مدير په صفت کار پيل کړ له کومې چې مخکې له سفر څخه يې کار پري ايښى و، په دغه کارخانه کې شيخ تر کال ١٩٥٦ز پورې کار وکړ او د دې ترڅنګ يې حق او دعوت کار هم کاوه.
په ديربان کې به د هرې يکشنبې په سهار کې به شيخ ته خلک راتلل او د ده دعوتي لکچرو ته به يې غوږ نيوه، چې ليدونکې به له دوه نيم سوو څخه نيولې تر درې نيم سوه پورې و او د دوي تعداد به وخت په وخت ډيريده.
په دغه وخت کې چې شيخ ديدات يوه اندازه تجربه هم د مذلهبو خصوصا د اسلام او عيايت په مقارنوي موضوعاتو کې ترلاسه کړې وه، يو انګريز چې فير فاکس نوميده او مسلمان شوى و، شيخ ته وړانديز وکړ چې زه په مقارنة الاديان کې ښه پوهيږم مطالعه مې کړې، نو راځه يو درس به د بايبل د ټولګې په نامه پيل کړو bible class.
ده به ويلې چې زه به له بايبل څخه په اسلامي دعوت کې د استفادې درس ورکوم، فير فاکس څو اونۍ خپل درس ورکړ او له دې وروسته د څه مصروفيت له امله يې ونه شوي کړي چې درسونو ته حاضر شي، د دغه درس ځوانان ډير مايوس شول، کله چې شيخ دا حال وليد خپله د درس ورکولو لپاره کيناست او له هغه ځايه يې پيل وکړ له کومې چې فير فاکس پرى ايښى و، شيخ په دې اړه ډير معلومات لرل خو د فير فاکس درسونو ته د خپل معنوي شخصيت د لوړوالي لپاره کيناسته، شيخ ديدات دغه درس ته د درې کالو لپاره ادامه ورکړه، شيخ ديدات په دې اړه وايې چې، ما په دغه وخت کې ډير څه زده کړل او که څوک غواړي چې څه زده کړي ښه لاره يې دا ده چې نورو ته يې ورزده کړي. نبي صلى الله عليه وسلم فرمايې: (بلغوا عني ولو آية) يعنې زما د لارښوونو تبليغ وکړئ ولو که يوه خبره هم وي. نو موږ بايد د اسلام لارښوونه وکړو ولو که يوه خبره مو هم زده وي.
شيخ ديدات په خپل زړه ورتيا او شجاعت سره د حق ښوونه او د باطل بطلان ښکاره کاوه، هغه به هرکله د بايبل شبهات خلکو ته ويلې او د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لوړ او اوچت شخصيت به يې خلکو ته ورپيژانده او ټولې هغه غلطيانې به يې ردولې چې عيسايانو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته منصوبولې، چې په دې لړ کې يې په زرګونو خلک د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه اسلام ته واړول او اوس ډيري د هغه عيسايانو چې شيخ مسلمان کړي د اسلام دعوت کوي او هغوې هم په زرګونو نور کسان مسلمان کړي.
شيخ احمد ديدات د اسلامي دعوت په لړۍ کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وګرڅيده او د اسلام دعوت به يې کاوه چې له لويو عيسايانو سره يې مناظرى شوي، چې له هغو څخه: کلارک، جيمي سواګارت او انيس شروش دي. او په هره مناظره کې يې په اسلام باندې د هغوي بيځايه نيوکې ردې کړي او په مقابل کې يې د بايبل ډيرې غلطيانې ورته راويستي چې هغوي يې په ځواب ورکولو کې هم پاته راغلل.
د شيخ ديدات له نيږدې ملګرو څخه غلام حسين وانکر او طاهر رسول و، په کال ١٩٥٧ز کې شيخ ديدات سره د غلام حسين وانکر او طاهر رسول د اسلامي دعوت د خپراوي او د کتابونو د ليکلو او چاپولو لپاره يو مرکز د:
)Islamic propagation centre International(المرکز الدولي للدعوة الاسلامية) (
د اسلامي دعوت نړيوال مرکز يې د جنوبي افريقا په ديربان کې تاسيس کړ، د دې مرکز اصلي موخه د اسلامي کتابونو چاپول خصوصا د هغه چا لپاره چې نوى مسلمان شوى وي و.
په کال ١٩٥٨ز کې شيخ ديدات د:
) معهد السلامAssalam Educational Institute(
د السلام تعلميمي مرکز د سکاټلنډ په بريمار کې تاسيس کړ، په دې مرکز کې د اسلام د عوت او له نورو سره يې مقايسوي زده کړې کيدې.
د دغو مراکزو ترڅنګ شيخ ديدات په زرګونو لکچرونه او تقريبا له شلو ډير کتابونه چاپ کړي او په نړۍ کې يې په وړيا توګه ويشلي.
په کال ١٩٨٠ز کې د شيخ احمد ديدات شهرت له افريقا څخه ووت او په ټوله نړۍ کې وپيژندل شو، شيخ احمد ديدات له عيسايانو سره ډيرې مناظرې وکړې چې له هغو څخه:
-د شيخ احمد ديدات لمړۍ مناظره په کال ١٩٨١ز په اګسټ کې له مشهور عيسايې سره چې جوش مک ډويل نوميده د جنوبي افريقا په ديربان کې وشوه.
- د شيخ ديدات بله مناظره له فلسطيني الاصله امريکايې سره چې دکتور انيس شروش نوميږي په کال ١٩٨٥ز کې د انګلستان په پلازمينه لندن کې وشوه، د دې مناظرې عنوان دا و چې آيا مسيح خداى دى؟
Is Jesus God?
( دا مناظره هغه مهال وشوه چې شيخ ديدات له دکتور فلويد سره په کال ١٩٨٥ز کې په مناظره بوخت و او داکتر شروش د پوښتنه کوونکو په منځ کې راښکاره شو او له شيخ ديدات څخه يې يوه پوښتنه وکړه او د مناظرې چلينج يې ورته ورکړ) . له دکتور انيس شروش سره د شيخ ديدات دوهمه مناظره په کال ١٩٨٨ز کې د اګسټ په اوومه نيټه د انګلستان په برمنګهام په ښار کې وشوه، دا مناظره مکمله له پوښتنو او ځوابونو سره ٢٤٠ دقيقي وه، د دې مناظرې موضوع دا وه: قرآن او که بايبل کوم يو د خداي کلام دى :
The Quran or the Bible: Which is God\'s Word
-بله مناظره يې له جيمي سواګارت سره وه، دا مناظره چې ٨٠٠٠ کسانو پکې برخه اخستې وه او په کال ١٩٨٦ز کې د نومبر په مياشت کې تر سره شوه چې عنوان يې و آيا بايبل د الله کلام دى؟
Is The Bible the Word of God?
د شيخ ديدات پاسنۍ مناظرې او د نورو ليکچرونو ويډيو په يوټيوب او د شيخ په خپل سايټ کې شته چې هره يوه په څو څو ځل ليدو ارزي، کله چې د دغو مناظرو ويډيو وکتل شي بيا د شيخ ديدات پوهه، زيرکتيا او لياقت ورته په ښه توګه ښکاره کيږي.
د دې ترڅنګ شيخ احمد ديدات نورې مناظرې هم لري، چې په هر مناظره کې داسې معقول ځوابونه ورکړي او د هغوي غلطې ادعاوې يې ورته په ښه طريقه په اثبات رسولي، همدا وه چې په زرګونو کسان په اروپا او امريکا کې مسلمان شول او اوس مهال هغوي د اسلام مبلغين دي.
په کال ١٩٨٤ز کې شيخ احمد ديدات پاپ جان پال ته هم چيلينج ورکړ چې، په واتيکان کې په عام محضر کې د مناظرې لپاره ورسره ووځي، پاپ جان پال ورته په ځواب کې وويل چې مناظره به کوي خو د بندو دروازو ترشا او ليدونکي به څوک نه وي، خو شيخ احمد ديدات ورته وويل: داسې مناظره بايد په عام محضر کې وي.
په کال ١٩٨٦ز کې شيخ ديدات د ملک فيصل نړيواله جايزه چې د اسلام د خدمت لپاره ورکول کيده ترلاسه کړه او د استادي درجه ورکړل شوه.
شيخ ديدات د ډيرو مسلمانو ټولنو ته سفرونه کړي چې له هغو څخه:
- مصر او سعودي عربستان ته څو څو وارې تللى.
- انګلستان ته هم څو څو وارې د ١٩٨٥ز او ١٩٨٨ز ترمنځ تللي او په کال ١٩٨٧ز کې سيويزرلينډ ته هم تللى.
- پاکستان ته هم تللى چې د وخت جمهور رئيس جنرال ضياء الحق سره يې هم کتلي، عربي متحده اماراتو او مالديف ته د کال ١٩٨٧ز له نومبر څخه تر ډيسمبر پورې تللى.
- امريکې ته لمړى سفر (١٩٨٦ز کې له مشهورو عيسايانو سره مناظرې چې له هغو څخه له سواګارټ، روبورټ ډوګلوس او څو نور ليکچرونه چې دوه يې په اريزونا کې و.
- سويډن او ډينمارک ته په کال ١٩٩١ز کې سفر چې درې مناظرې يې هلته وې.
- امريکا او کاناډا ته ١٩٩٤ز کې سفر چې په کاناډا او شيکاګو کې يې ليکچرونه ورکړل.
- د استراليا ته په ١٩٩٦ز کې مخکې له ناروغۍ څخه سفر.
په کال ١٩٩٦ز کې، کله چې له استراليا څخه راوګرځيده، يوه ناروغي ورته پيدا شوې وه، چې د دې ناروغۍ سره له خبرو هم پاتې شو او له دې وروسته به يې خبرې د يو چارت په واسطه چې سترګې به يې ښورولې کولاى شوې او په دغه ډول به يې مکملې جملې ويلې او خلک به يې پوهول، په دې وخت کې د ملک فيصل په شفاخانه کې چې رياض کې ده بستر و، ډاکټرانو ويلې چې دا ناورغي يې په سر کې ده او ډير وخت کيږي چې شيخ شکر مرض هم دى. شيخ ديدات نهه کاله همداسې د ناروغۍ په حال په خپل کور کې تير کړل، په دې وخت کې ده ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان راتلل او سره د دې چې ناروغ هم و، خلک به يې اسلامي دعوت ته هڅول.
د ٢٠٠٥ز کال د اګسټ په اتمه د دوشنبې په ورځ، چې د ١٤٢٦ هجري کال د رجب د مياشتې سره سمون خوري، اسلامي نړۍ لوى مجاهد داعي شيخ احمد ديدات له يوې اوږدې مبارزې، دعوت او اسلام ته له خدمت څخه وروسته له لاسه ورکړ. خداى جل جلاله دې پړې ورحميږي او اسلامي نړۍ ته دې بديل ورپه برخه کړي.
وروستي