پاکستان کې اته چينايي وګړي ونېول شول

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د پاکستان د سرحدي او جنايي پلټنو د پوليسو ادارې ويلي دي، چې نېول شوي اته چينايي وګړي له پاکستانۍ نجونو سره په غېرې قانوني وادونو تورن دي او اړونده ادارو ته ور پېژندل شوي دي.

يادو کسانو تر اوسه ۱۸ پاکستانۍ نجونې چين د جنسي نامشروع اړيکو د پلور لپاره قاچاق کړې دي. دغه کسان په لاهور او يو شمېر او نورو سيمو کې نېول شوي دي.

پوليس وايي چې د اته چنيايي وګړو سره يوه چينيۍ ميرمن هم ده او له دغه ډلې سره څلور ځايي پاکستاني وګړي هم نېول شوي دي.

په دې وروستيو کې د جنسي موخو په پار؛ چين ته د پاکستانۍ نجونو د قاچاق خبرونه نشر شوي چې د چين او پاکستان حکومتونو يې د مخنوي ويلي.