لاهور کې د تېرې ورځې ځانمرګي بريد دغه درې پوليس ووژل او تر ۲۵ نور ټپيان دي

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، دا د پاکستان په لاهور کې د تېرې ورځې وژل شوي پوليس افسران دي. حکومتي سرچينو ويلي دي چې په ځانمرګي بريد کې درې پوليس، يو کارډ او شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.

بريد تېره ورځ سهار د لاهور ښار سره څېرمه په داتا دربار نومي زيارت کې شوی دی، چېرته چې پوليس د امنيت ساتنې په موخه ځای پر ځای شوي وو.

د پنجاب د پولیس وياند نايب حيدر پاکستاني رسنيو ته ويلي دي، چې په بريد کې د شاهد نظير، محمد ساحل او د محمد سليم په نوم درې پوليس افسران په کې ووژل شول.

د دوی په وينا چې بريدګر ځانمرګی وو، اووه کليو ګرامه چاودېدونکوي توکي يې په ځان پوري تړلي وو او د پېژندنې په پار يې جسد روغتون ته لېږل شوی دی.

امنيتي کسانو منلې ده چې د ځانمرګي بريدګر موخه د Elite Force په نوم د پنجاب امنيتي ځواکونو موټر وو. په بريد کې د درېيو پوليسو ترڅنګ يو ګارډ او نور ولسي وګړي هم ووژل شول.

د يادونې ده چې په داتا دربار زيارت له دې وړاندې بل خونړی بريد په ۲۰۱۰ کال کې شوی وو، چې ۴۰ کسان په کې مړه او لسګونه نور ټپيان شول.