د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د خپل روسیې سیال سره ولیدل

روهي( پنځه نس/۱۹ د غوايي ) ، د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د خپل روسیې سیال ( سیرګي لاوروف ) سره د اټومي تړون په هکله خبرې وکړې.
 

د دې موافقې له مخې، د متحده ایالاتو له اټومي تړون څخه د وتلو وروسته، روسیې هم یو کال وروسته د اتومي تاسیساتو وتلو اعلان وکړ.
 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ته وویل که چیرې اروپایي هیوادونه اتومي تړون ته ژمن پاتې کېږي نو ایران هم د دغه تړون ټول اصول مني.
 

د دې اعلامیې وروسته ایران په نړیواله کچه د سخت فشار لري، د آلمان، چین، فرانسې په ګډون ډیری هیوادونه ټینګار کوي چې ایران باید دغه تړون ته ژمن پاتې شي.