د چين حکومت مسلمانانو ته د روژې د نه نېولو امر کړی او دغه عمل يې اسلامي سخت دريځي بللې

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د غوايي)، د چين حکومت په سينکيانګ ايالت کې د (اويغور) په نوم شته مسلمانانو ته د روژې د نه نېولو امر کړی دی. حکومت ويلي دي چې که روژه ونېوله نو سخته سزا به ور کړل شي.

حکومت خلکو ته ويلي دي چې روژه نېول، لمونځ کول، حجاب او داسې نور اسلامي اصول سخت دريځي ده او تر سره کوونکو ته به يې سخته سزا ورکړي.

په جرمني کې د اويغور مسلمانانو نړيوالې ټولنې دغه خبر رسنيو ته ورکړی دی او ادعا يې کړې ده، چې د چين حکومت د روژې په مبارکه مياشت کې اويغور مسلمانان له نېږدې څاري او نه يې پرېږدي چې روژې ونېسي.

له دې وړاندې هم چين په اويغور مسلمانانو د ديني ازادۍ يو شمېر بندېزونه لګولي وو، چې د مسلمانانو غبرګونونه يې راپورته کړي وو.