پښتین: په ټاکنو کې برخه نه اخلي

روهي( پنځه نۍ/۱۹ د غوایي )، قبایلي سیمو کې د ولسوالیو په سطحه ټاکنو لپاره بېلا بېلو ګوندونو ځاونه اماده کوي او ځینو ګوندونو نوماندان هم اعلان کړي دي. خو پښتون ژغورنه غورځنګ وایي د ولسوالیو په سطحه په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
 
 
د غورځنګ مشر منظور پښتین یوې نوې مرکې کې ویلي دي پي ټي ایم پارلیماني نه بلکې مزاحمتي تحریک دی او د غورځنګ هېڅ غړی یې په راتونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
 
'منظور پشتین زیاته کړې ده موږ مخکې هم ویلي دي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلو، داسې څوک چې د پي ټي ایم له سټېجه یې تقریرونه کړي دي او هغوی په ټاکنو کې برخه اخلي نو موږ به اعلان کوو چې دا پلانکی په ازاد حثیت برخه اخلي او زموږ له طرفه نه دی.'
 

پي ټي ایم پروسږ کال د جولایي په ټولټاکنو کې هم د برخې نه اخیستلو ویلي وو، خو د غورځنګ دوه مخکښان علي وزیر او محسن داوړ په ازاد حثیت رایې وګټلې او او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي شول.
 

شنونکي په ټاکنو کې د برخې اخیستل د غورځنګ په ګټه ګڼي. څیړونکی ډاکتر تقي وایي، په عامو انتخاباتو کې د پي ټي ایم د دوو غړيو پارلیمان ته په رسیدو غورځنګ ته ګټه رسولې:
 
''زما په خیال پي ټي ایم ته په ټاکنو کې برخه اخیستل پکار ده. په مخکنیو ټاکنو کې علي وزیر او محسن داوړ پارلیمان ته ولاړل او له دې سره د پي ټي ایم اواز رسولو کې اساني شوه، په پاکستان کې یې هم خلک اوري او د نړۍ په سترو ښارونو کې هم.''
 
ډاکتر تقي زیاته کړه چې د پاکستان سیاسي ګوندونه غواړي، پي ټي ایم سیاسي بهیر ته داخل کړي خو د هغه په وینا ځینې مقتدر قوتونه غورځنګ له پارلیمانه بهر غواړي.