
په هغو ټولنو کې چې د قانون سازۍ، حکومتدارۍ او ديموکراسۍ تجربې نوي وي، سياستونه يې هم د شخصي علايقو او شخصي مفاداتو به بنياد عياريږي.
د هغوی سياسي هستې او بنسټونه د سيستمونو په عوض له محدودو شخصيتونو څخه سرچينه اخلي.
عدالت، عامه ګټې، ملي ارزښتونه او نور عامه مفهومونه يوازې په ويناوو او شعارونو کې د عوام فريبۍ لپاره کښته پورته کيږي.
تصميمونه تر قوانينو لوړ وي.
همدا علتونه دي چې افغاني ټولنه د نامعقوله سياستونو ښکار شوي ده او د ديموکراسۍ ځای ديماګوژۍ نيولی دی.