
روهي( څلورنۍ/۱۸ د غوایي )، د پاکستان لاهور ښار کې یوې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، دغه چاودنه د داتا زیارت دروازې سره شوې ده چې ۳ پولیس په کې وژل شوي او۱۹ نور کسان په کې ژوبل شوي دي.
د لومړنیو سرچینو له قوله برید د یو ځانمرګي پواسطه ترسره شوی دی.
د ژوبل شوو کسانو څخه د ۱۰ کسانو حالت د خطر ډک ښودل شوی دی. د ځانمرګي برید ګر پاتې شوی جسد د ( ډې اېن ای ) مایناتو أباره روغتون ته وړل شوی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دغې پېښې سخت خبګان څرګند کړی او ویلي دي چې دا برید په انسانیت برید و.