
روهي( څلورنۍ/۱۸ د غوایي )، د سرچینو له قوله چې د اسټرالیا لومړی وزیر هغه وخت د یوې شځې له خوا په سر باندې په هګۍ وویشتل شو کله چې ( ایلبری ) یوې ناستې ته خبرې کولې.
په وېډیو کې مالومېږي چې هګۍ د ایلبری په سر لګېږي او ماتېږي. د دغې پېښې څخه وروسته ښځه د پولیسو له خوا نیول کېږي د ښځې څخه نور نشه یي توکي هم په لاس راځي.
د اسټرالیا د نیو ساؤتھ ویلز پولیسو ویلي دي چې د دغې ښځې د نیول کېدو څه وروسته یوه بله ۷۰ کلنه ښځه هم ځای پرېږدي او ځي خو د دویمې ښځې په اړه پولیس مالومات نه لري.
د غوندې د ختمېدو وروسته ایلبری د دغې پېښې په اړه یوه بېړنۍ ناسته رابللې وه.