
د سولې مشورتي لویه جرګې د پای مراسموکې ولسمشر غني د وینا پرمهال پاکستان ته هم مهمې اشارې لرلې، هغه وویل، ”موږ په بې سابقه انعطاف او بې سابقه طرحو سره خپلو ګاونډیانو ته په ځانګړي ډول پاکستان ته مراجعه وکړه، ورته مو وویل، له جنګ او تاوتریخوالي هیڅ طرف ته ګته نه رسېږي. افغانان ستاسو ښه دوستان جوړېدای شي، خو هیڅکله ـ هیڅکله هم په یو نابرابره اړیکې کې له چا سره نشي داخلېدلی.“
ولسمشر غني له لومړي سره له پاکستان سره د ښو او دوستانه مناسباتو په هڅه کې وو، ځکه چې له پاکستان سره دوستانه اړیکې د امنیت، ثبات، سوداګرۍ او نورو ټولو ملحوظاتو له پلوه هم د افغانستان او هم د پاکستان لپاره ګټورې دي، خو پاکستان په دې برخه کې بې پروایي او ناغېړی کاوه او دوی داسې ګڼله چې افغانستان بې له هغې هم پاکستان ته احتیاج دی او ځکه یې نو د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ، فشار او توطیې دریځ اختیار کړی و، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورنیمو کالو کې عملاً پاکستان ته ور وښودله چې نه افغانستان د تل لپاره دوی ته احتیاج دی او نه هم د دوی دغه غلطه پالیسي د زیات وخت لپاره کار ورکولی شي.
جمهوررئیس غني وایي، ”ورته مې وویل، که غواړی منځنۍ اسیا ته لاړ شی، بسم الله کړی، خو موږ باید هند ته لار ولرو. که غواړی موږ سره دوستي ولرئ او ستاسو پر وړاندې هیڅ تهدید نه وي ـ بسم الله کړئ، موږ مو خدمت کې یوو، خو که غواړی موږ په نرم جنګ او تاوتریخوالي سره بې خاصیته کړئ، دا کار هیڅکله امکان نه لري. دا ممکن نه دی او د وخت ضایعه کول دي، د امکاناتو ضایعه کول دي. سکندر له دې ځایه په زور تېر نشو، تاسې خو هیڅکله نشي کولای.خو د دوستۍ او متقابل احترام، متقابلو ګټو په اساس هیڅ مشکل نشته او موږ کولای شو ټول مسائل حل کړو.“
پاکستان داسې ګڼله وه چې د وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو او ډلو د بریدونو، وحشتونو او فشارونو په پایله کې به افغان دولت ځانته تابع او تسلیم کړي، مګر افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هیڅ زبرځواک ته د تسلیمۍ سر نه دی ټیټ کړی، نو پاکستان ته ولې دغومره په اسانۍ تسلیم شي؟
پاکستان چې دا مهال له داخلي او اقتصادي کړکېچ سره سخت لاس او ګرېوان دی او دوی هره لحظه د خپلو اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره افغانستان ته نهایت زیاته اړتیا لري، نو د ولسمشر غني دې وروستیو څرګندونو او اشارو ته په پاملرنې د پاکستان لومړي وزیر د ټلیفوني تماس له لارې ولسمشر غني ته وویل چې پاکستان د ښاغلي غني د اقتصاد محوره او سمیه ییز اتصال د فکر او لیدلوري سخت هرکلی کوي او په دې اړه د زیات او تفصیلي بحث لپاره یې هغه ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته رسمي سفر وکړي.
ولسمشر غني د دوی بلنه ومنله او ممکن په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته ورشي، خو د پاکستان په نیت او اراده لا هم افغانان شک لري او دوی فکر نه کوي چې پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل ناسم فکر او دریځ بدل کړي.