
روهي( درې نس/۱۷ د غوایي )، د خواله رسنیو د انځورونو د نشرولو وېب پاڼې ( انسټاګرام ) په لومړي ځل لپاره د رمضان په نوم د کېمرې ایفېکټ جوړ کړ.
د سرچینو له قوله چې د فېسبوک د ادارې لاندې د انځورونو د نشرولو وېب پاڼې دغه نوی ایفېکټ ځکه جوړ کړ چې ترڅو د خلکو زړونه له خپل ځان سره وساتي.
د انسټاګرام څخه په خپاره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د روژې په پاکه میاشت کې خلک اوس کولی شي چې د خپلو خپلوانو او دوستانو سره د دغې نوي ایفېکټ په مرسته خپل د ماښامي انځورونه شریک کړئ.