
روهي (درې نۍ/۱۷ د غوايي)، لوېدېځو رسنيو ليکلي دي چې په پاکستان کې لږکۍ غربت وهلې عيسوي مذهبه نجونې د پيسو په مقابل کې خرڅيږي او نامشروع جنسي اړيکې ورسره نېول کيږي.
اسوشېټېد پرېس ليکلي دي، چې ځيني چينايي خلک پاکستان ته په دې پار راځي چې له لږکيو عيسوي نجونو سره وادونه کوي، خو وروسته بيا دغه نجونو د فحشا بازارونو ته وړي او هلته پرې پيسې اخلي.
د مقدس اشرف په نوم يوې جلۍ اسوشېټېد پرېس ته ويلي دي، "يوازې ۱۶ کالنه وم چې پلار - مور مې يو چنايي کس ته ور واده کوم. پنځه مياشتې مې له هغه کس سره تېرې کړې خو نوموړي راباندې د پيسو په پار جنسي اړيکې تر سره کولې. اوس امېندواره يم او پاکستان ته راغلې يم، چې طلاق واخلم."
په شمتنو چينايانو د غربت وهلو پاکستانۍ نجونو خرڅېدنه له تېر يو کال څخه زياته شوې ده، چې د جنسي اړيکو په پار يې انساني قاچاق رامنځ ته کړی دی.
د چين هېواد يو شمېر کسان په پاکستان کې له غريبو کورنيو سره اړيکې نيسي، ځانونه ورته شتمن معرفي کوي، د لور د نکاح غوښتنه ورڅخه کوي، خو بيا وروسته دوی تش په نوم خپلې ميرمنې د جنسي اړيکو لپاره د فحشا بازارونو ته وړاندې کوي.