مورنى ژبى پوپناه كيږى...؟ مخ نوى ې موږ كوى شو...؟

 ((((څلورمه برخه))))
د ژبو په اړه وړاندي شوي دريځونه به تاسي لوستي وي چى د ژبي په بله ژبه باندي برلاسه او ارزښت وركول دي چى ښاغلي ايډورډسيډ ورته د ارزښت اوبرلاسي نوم وركوي ځيني چى په نورو برلاسه وي په يوه ځانګړي ټولنه كښې داهڅي كوي چى خپلي ژبى ته وده وركړي اوخپله ژبه په نورو وتپوي په ځپل شو وباندي داخبره ديادوني وړده چى يوه ژبه ددي دپاره ده چى ته خپل غرص وبل يوه ته وړاندي كړي او ژبه په دي ډول ډير لوئى قوت دي او ځينى ډلي يا دسوچ خاوندان داهڅي كوي چى د ژبى دلاري خپله خبره په نورو ومني او دوي په خپل واك كښې راولي.
يوبل سبك او دهغه نه غواړي چى د نړۍ ژبى د منځ څخه ولاړي شي او دوي وائى چى په ژبو كښې ځان ته ځانګړي ښكلاوي اوپه كاردي چى نه يواځي دښكلانوره وده وكړي بلكى هره ژبه وده وګړي او ژوندي پاته شې ددهغه سبك خاوندان وائى چى د ژبى دمنځ څخه وړل بيالوجى (د ژوندو) د منځ څخه وړل وي خو دهغه بهير اوس په توكل اوپه رسك باندي دي ولي ژبى ډيرى په چټكى سره د منځ څخه رواني دي ددي بيل بيل علتونه دي چى هغه قدرتى كلتوري ټوله ييزه اقتصادي او جعرافيائى دي چى يوتر ټولو لوئى علت چى د ټولو بنسټ دي هغه نړيوال كيدنه ده ټوله ييزه كلتوري او جعرافيائي چاري د نړۍ وال توب سره تړلي دي د بيلګي په ډول په پاكستان كښې انګريزي ژبه دبرلاسي او زور يوه نخښه ده چى د لوړ پوړو سره اړه لري چى دهغه لوړ پوړى ونورو لوړ پوړو ته ورښكاره كړي دوي انګريزى ژبه ګاروي ددي وروسته اردو ژبه بيابرسه ښكاره كيږى د نورو مورنيو ژبو په پرتله لكه په پاكستان كښې پنجابى،سندهى،پښتو،سرائيكى او نوري دا خبره ډيره ضروري ده چى څوك په دي پوه شې چى د نړۍ يوه ژبه تربلى ژبى برلاسه اوښه نه ده خو دا د توله ييزه اقتصادي ارزښت وي چىيوه ژبه ې لري كوم ځانګړي خلګه چى د ژبه وائى څوك چى خپل ارزښت ته وده وركوي.
په پاكستان كښې ۶۶ ژبى ويل كيږى د ملك په بيلو بيلو خواؤ كښې چى په هغه كښې ځانګړي ژبى پنجابى،سندهى، پښتو،سرائيكى، اردو او بلوڅى چى د ويونكو شميري په سلو كښې 95.34 دي او پاته 60 ژبى په سلو كښې 4.66 وګړي خبرى په كوي د يونيسكو(UNESCO) 2009ء د راپور سره سم چى دا وخت د خطر سره مخامخ دي27 پاكستانى ژبى دا وخت د منځ څخه د وړلو دخطر سره مخامخ دي چى په هغه كښې بلټي باشكرك بروهي ډومكى ګورو او نوري دهغه ژبى زياتره په غرو كښې ويل كيږى چى دګلو بلائيزيش ياد نړۍ وال كيدل چيرى چى دودي ټوله بيزه او ژبى ې دخطر سره مخامخ كړي دي ددهغه ژبو ويونكى ځوانان د خواري اوزده كړو دپاره وبناروته مخه كړي ده چى دوي ودي ته اړوي چى ياخو اردو يا انګريزي زده كړي چى ژوند وكړي يوبل علت د كرنلاړي يا پاليسى جوړونكى دي چى دوي ې د بيلو بيلو ژبو په اړه جوړوي د هغه كړنلاري وچارواكو ته يو ډول ارزښت لرى كه هغه څائى وي كه مركزى دوي تراوسه په دي اړه سنجيده او په زړه پورى قانونى لاره د ژبو په اړه نه جوړه كړي ده نه ې لرلي ده چى ددوي ددي عمل څخه د ژبو او تورو دمنځ څخه وركيدل دي چى په بله ماناپيژند ګلوي د بيلو بيلو خلګو وينا وي او غرض وژنه ده او د ټوله ييزه تاريخ د منځ څخه وړنه ده موږ ته راجګيدل په كار دي چى ډير په چټكى اواجله وي چى په پاكستان كښې د منځ څخه وړونكى يا د ژبو د وژلو مخ نوي وكول شې او په دي كاربايد چى پيل د خپله ځايه څخه وكول شې كومى ډلي او تنظيمونه چى په دي كاركښې دلچسپى لري او د دولت مرسته هم په كاردي چى ددي سره ورسره وي لكه څنګه چى ښاغلى ازراپونډ وائى چى د بشر ارزښت ديوي ژبى سره ارزښت د نه لري نه يوه ژبه دومره توان لري چى هغه دي ټول بشر عرض او غايت وټولوته وړاندى كړي ياې په پوه كړى.
موږ د پاكستان د ژبو په اړه دوى ټوكه ليكلى ؤچى درې دوې ورځپاڼي په لاس راغلي چى په نړۍ كښې دژبو په اړه ډيرپه زړه پورې ليك د ښاغلى شاهد صديقى ډاكټر چى دلاهور اوسيدونكى دي دوي په مدنى ټوله ييزه چاري او يو اقتصاد پوه دي او په ورځپاڼو كښې ليك كوي اوبل ليك په هند كښې د ځائى ژبو په حالت وو او دخپرونو په اړه په زړه يوري ليك دي چى ښاغلي ايلن جيكب ليكلى دي او ددي دواړو ليكونو خلاصه موږو تاسو ته وړاندي كړه په دي هيله چى د لوستلو وروسته به لوستونكي هم خپل نظر وړاندي كړي او موږ ته به راواستوي چى په ځلاند كښې ځائي ورته وركول شې ولي چى دا يواځي د يو څو سړيو يارڼ اندوسره اړه نه لري بلكى دانه يواځي زموږ دمورني ژبى سره اړه لري بلكي دپاكستان د66 ژبو د ژوند او مرګ خبره ده بلكي ددي ټولو سمه ايبږه ملكو سره اړه لري چى يواځى يو څو ژبو په دوي تپول شوي دي او نورو ژبى سره د ميرى چلن كيږىيا داسي ژبى دي چى ددي خاوري سره په بشپړه اړه نه لري خوځايى او مورنى ژبى په دي ژبو وهل كيږي كومي ژبى چى د زراؤ زراؤ كلو تاريخ لري او په دوداو كلتور د دوي څخه جوړدي كه دهغه ژبى چى د منځ څخه يو وړل شې دابه څنګه پايلى رامخ ته كړي د ژبو د هغه ستونځه دټولي نړۍ لانجه ده په كارداوي چى په دي اړه په ګډه ږغ پورته شى او يوه نړۍ واله مبارزه ځينى جوړشي نو څنګه كيدي شي چى وديته يوه عملى بڼه وركول شې دا هغه وخت كيدي شې چى هررڼ انده او دانشور راجګ شې او ددي كاردخپلى سيمي كور كلى څخه پيل كړي كه په رښتيا دا كار موږ هريو وكړو نودا كار ممكن دي كنې..؟
په ټول پښتون افغان خاوره باندي د پښتو سره څه كيږى هغه زموږ او ستاسو ومخ ته ده او په دي اړه ډيري ليكني شوي دي او قراردادونه وړاندي شوي دي خو تراوسه دي څه پايلى نه دي راوتلي كيدى شوي چى په موږ كښې ډير دا دريځ لري چى دا يواځي د پښتو سره كيږي خو موږ وليده چى د نړۍ په زياتره ملكو كښې ځائى حكمرانان په زياته بيا د پاكستان وارو ملكو كښې دهغه ناوړه عمل روان دي چى دوىخويا د حكمرانانوژبى په نورو تپوي او دا سوچ نه لري چى دوي څومره يونه څخمه ونكي عمل كوي دوي په ځائى ددي چى د خپلى خاوري ژبى او كلتور ته وده وركړي دوي زموږ پيژندګلوي زموږ تاريخ دوداو كلتور د منځ څخه وړي چى دا هيچا ته د منلو وړنه دي اوس پخپله موږ ته پريكړه كول په كاردي چى د پخوا په حيث لاس په لاس كښيږدو چى څه كيږى هغه دي كيږى او موږ دي ورته ګورو چى اوبه ترسرو اوړي او بيا موږ ددي وس نه لرو چى هغه وخت څه وكړو بله لاره داده چى موږ د ډاكټر صديقى په وينا چټك ګامونه پورته كړو او د ژبو سره چى څه كيدونكي دي د هغه مخ نوي وكړو عملى ګامونه پورته كړو داكار موږ د خپله كوره څخه وغزوو او ورو ورو دا د ملك بيا د سيمي او تر نړۍ ورسو وړن انده دانشور ليكوال خپله خبره د ليك او دليل په زورو خلګو ته وړاندي كوي نه د زور د لاندي زه په دي باور لرم كه پښتانه په دي كار پي وكړي او دوي دخپلى ژبى ناخوالي وخپل ولس ته وړاندى كړي او دهغو د اوارولو لاري چاري وړاندي كړي خپلى ليكنى د پاكستان په بيلو بيلو رسنېو كښې راڅرګنده كړى كه هغه انګريزي مجلى وي ورځپاڼى وي يا اردو وي كه د بلى ژبى كه پښتانه په دي كارپيل وكړي باور وكړي چى د انګريزي او اردو ژبى په چپه به ټول ددوي ملاتړ وكړي داسي هم تاريخ داښوولي ده چى پښتنو هميش سرلښكر پاته شوي دي (نوربيا)
......................................................