ولسمشر اردوغان د ناټو مشر ( ینس سټولټنبرګ ) سره لیدلي دي

روهي( درې نۍ/۱۷ د غوایي )، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان د عمومي مشر ینس ستولتنبرګ سره چې په یو رسمي سفر ترکیې ته تللی دی په پلازمینه انقره کې ولیدل.
 

ستولتنبرګ چې د شمالي اتلانتیک د شورا په غونډه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته تللی دی د ولسمشر اردوغان سره د چانکایا په ماڼۍ کېولیدل.
 

د ولسمشر اردوغان او ستولتنبرګ لیدنې یو ساعت دوام وکړ. لیدنه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
 

پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ترکېې په ملي شورا کې د ناټو د چارو د هیئت رئیس عثمان عشقن بک او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه معلوماتو د ادارې رئیس پروفیسور ډاکټر فخرالدین التون هم ګډون درلود.