خليلزاد له سوشما سوراج سره په افغان سولې وغږېد

روهي (درې نۍ/۱۷ د غوايي)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په نوي ډيلي کې د هندوستان بهرنيو چارو وزيرې ميرمن سوشما سوراج سره کتلي.

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې هند به د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغان سولې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

زلمی خليلزاد د وسله والو طالبانو سره د سولې په موخه د خپل سفر شپږم پړاو پيل کړی دی چې د طالبانو په شمول يې له افغان او نورو هېوادونو چارواکو سره وکتل.