
روهی( درې نۍ/۱۷ د غوایي )، د خواله رسنیو فیسبوک ادارې ويلي چې له روسیې څخه سرچينه اخېستونکي هغه پاڼې او حسابونه یې تړلي چېد باور وړ چلند یې نه کاوه.
پرون ورځ فېسبوک داسې حسابونه هم تړلي وو چې د خپل ځان په اړه یې ناسم مالوت لیکلي وو.
فیسبوک ويلي چې پهدغو اقداماتو کې يې د عکسونو خپروونکې شبکه انسټاګرام هم شامله ده.
په دغو بند شوو حسابونو کې ۹۷ سلنه یې هغه حسابونه وو چې زیات تمرکز یې په اوکراین و.
پهدې وروستیو کې فیسبوک د هغو حسابونو او پاڼو پر وړاندې اقدامات پیل کړي چې ناسم معلومات خپروي او د ناڅرګندو کسانو يا ډلو له خوا پر مخ ځي.