
روهي( درې نۍ/۱۷ د غوایي )، د پاکستان په سند ولایت جامشورو ولسوالۍ کې د سکرو په کان کې د ګیس د اور لګېدنې له کبله ۵ مزدوران وژل شوی دي.
د پېښې د خبرېدو سره دغې ځای ته کومکي ادارې رسېدلي دي او د دغې پېښې ژوبل او وژل شوي کسان یې د حیدرآباد روغتون ته رسولي دي.
د روغتون د ډاکټرانو له قوله د ژوبل شوو کسانو بدن ۸۰ سلنه سوځېدلی دی.