
روهي (دوه نۍ/۱۶ د غوايي)، د پاکستان په لار نکا ښارګوټي کې پوليس او روغتيايي چارواکي وايي چې يو ډاکټر ۹۰ کسان چې ۶۵ په کې ماشومان دي په اېډز اخته کړي دي.
ځايي روغتيايي چارواکو ويلي دي، چې ياد کس يو سيمه ييز ډاکټر دی، چې د ايډز په وپروس اخته پيچکارۍ يې ناورغانو ته کارولې او په پايله کې يې دغه ويروس خپور کړی دی.
لار نکا ښار پوليس وايي چې سيمه ييز ډاکټر يې نيولي دی او د موضوع په اړه يې ترې پوښتنې - ګروېګنې روانې کړې دي.