د نړۍ ۵ ترټولو ښکلي لوټونه (پيسې)

د نړۍ ۵ ترټولو ښکلي لوټونه (پيسې)
د ۲۰۰۵ ز کال راهيسې د بانګنوټونو نړېواله ټولنه(IBNS) د نړۍ ترټولو ښکلي بانکنوټونو سيالۍ ترسره کوي.

د دغه سيالۍ د سرلاری ليست هغه بانکنوټونه جوړوي، چې تر ټولو ډېر هنري انځورونه ولري او د جعل ضد پرمختللی توکی په کې ځای شوي وي.

په دې ورستيو کې نوموړې ټولنې د هغه غوره بانکنوټونو نوملړ خپور کې، چې په ۲۰۱۸ ز کال کې جوړ شوي وو.

پاتې دې نه وي، چې دغه پيسې د ښکلا سربېره د لوړې ټېکالوژۍ د بېلابېلو ځانګړتياوو ډک دي، ژر نه زړيږي او د جل ډېر په امن کې دي، چې په ډېرو هېوادونو کې يې له کبله جعلي پيسې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

په تېر ۲۰۱۸ز کال کې د د بانګنوټونو نړېوالې ټولنې (IBNS) له خوا هغه پيسې چې له لومړي تر پنځم مقام يې ځايونه خپل کړي دي.

۵- د سليمان ټاپوګانو بانکي نوټونه (پيسې):
 


په ارام سمندرګي کې شپږ لويې او ۹۰۰ کوچني تاپو ګان دي، چې د سليمان ټاپوګانو په نوم يې هېواد يې جوړ کړی دی. د ياد هېواد پلازمېنه هونیارا نوميږي او دولتي پيسو ته يې د سليمان ټاپوګانو ډالر يا (Solomon Islands dollar (SBD وايي. د بانګنوټونو نړېوالې ټولنې (IBNS) د درجه بندۍ اړوند په ۲۰۱۸ کال کې د ياد هېواد پيسې په پنځم مقام کې راغلې. څه ډول چې ياد هېواد په بحيرې کې پروت دی، نو دولتي پيسي يې هم د بحري په رنګ ډيزاين شوې دي.

د يادو پيسو د څلويښت ګون په مخ د يو کس انځور دی، چې د بحر په په خوا د توپ مرمۍ توغوي او پر شا يې کوچنۍ کښتۍ تر سترګو کيږي، چې دوه ماشومان په کې ناست دي؛ له يو سره بيلچه ده. همدا ډول د سليمان ټاپوګانو د پيسو پر شا يو دانه کب او کيشپ انځور شوي دي.

۴- د روسيې روبل:
 


د روسي روبلو په سلګون نوټ باندې يو هلک رسم شوی دی، چې د فوټبال توپ يې په لاسونو کې نېولی دی او همدا ډول د افسانوي ګُل ساتونکي (لو یشمین) عکس دی. د روبل سلګون پر شا د فوټبال انځور دی، چې د نړۍ د نقشي مفهوم په کې پروت دی.

۳- د ناوري بانکي نوټ:
 


د ناوري هېواد د پنځو سو بانکي نوټ هم د بانګنوټونو نړېوالې ټولنې (IBNS) اړوند په ۲۰۱۸ کې درېيم مقام اخېستی دی. د ياد نوټ په شا د ناروې د ژغورنکې کښتي رسم شوې؛ چې له سويلي قطب شمالي قطب ته په حرکت کې ده.

۲- د سويس هېواد دوه سوه نوټ:
 


دغه نوټ يو عجيب انځور لري، چې د لاس دوه ګوتې په کې درې محرونه ښيي. په ياد نوت د انځور موخه فضا ده چې د سويس هېواد ساينسي اړخ په ګوته کوي.د دغه نوټ پر شا د Big Bang پدېدې لومړنۍ ذره په نښه شوې.

۱- د کاناډايي ډالر لسګون:
 


د ۲۰۱۸ز کال په دننه کې هغه بانکي نوت چې لومړی مقام يې اخېستی دی؛ د کاناډايي ډالر لسګون دی. په ياد بانکي نوټ د يوې هېوادپالې تور پوستکي سوداګرې انځور رسم شوی دی. دغه ميرمن (ویولا دزموند) نوميږي، چې په کاناډا کې يې د نژادي تعصب پر وړاندې مبارزه کړې. د کاناډايي ډالر پر شا د کاناډا د بشري حقونو موزيم انځور دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې جوړ شو.