
روهي( دوه نۍ/۱۶ د غوایي )، پښتون خوا کې په لسګونو خلکو د روژې میاشتې سپوږمۍ د لیدلو ترڅنګ بیا هم د پاکستان حکومت او د ولس ځينې برخې نن ورځ فرضي روژه خوړلې او ویلي یې دي چې سبا ته د روژې لومړۍ ورځ ده.
خو بله خوا پېښور کې قاسم علی خان جومات بیا ویلي دي چې په لسګون خلکو دوي ته د روژې د میاشتې د لیدلو ګواهي ورکړې ده او د پاکستان حکومت په قصدي توګه په خلکو روژه خوري. د دغه جومات د روژې نیولو اعلان سره د پاکستان په ځینو پښتنو سیمو کې لکه پېښور، خیبر، هنګو، باجوړ، چارسدہ او مهمند کې روژه ده.
پاکستان حکومت روژه هم حکومتي کړې ده ترڅو چې حکومت اعلان ونه کړي د پښتنو پواسطه د میاشتې په لیدو هغوي روژه نه نیسي.