
روهي( دوه نۍ/۱۵ د غوایي )، د سعودي یو شهزاده ( سلطان بن سلمان ) په ۱۹۸۵ م کال کې فضا ته په خپل سفر په وخت کې روژه ساتلې وه چې همدا لومړنی کس و چې په فضا کې یې روژې ساتلو کامیابه تجربه وکړه.
هغه په خپل دغه ۶ ورځني سفر په لړ کې یو ځل قران پاک ختم هم کړی و چې هغه خپل دا وخت د سروزرو وخت بللی دی.
هغه خپل دا سفر د فلورېډا څخه شروع کړی و چې د ساعت په وخت به یې روژه بندوله او ماتوله.
دغه هواباز د شیخ عبدالعزیز بن سره هم د دغه کار لپاره مشوره کړې وه .
هغه په دغې روژې کې لمونځونو وختونه د ساعت په مرسته مالومول او لمونځ به یې ترسره کاوه.