
روهي( دوه نۍ/۱۶ د غوایي )، د روسیې پلازمېنه مسکو په شرمتیووا هوايي ډګر کې د یوې الوتکې له بېړنۍ ناستې او اور اخیستو له امله ۴۱ کسان وژل شوي.
دغې الوتکې کې ۷۸ کسان وو چې نور یې ژغورل شوي دي.
یو عیني شاهد وايي، د الوتکې د کسانو ژغورل یوه معجزه وه.
اروفلوت هوايي کرښه وايي، الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله اړ شوه چې هوايي ډګر ته ستنه شي، خو نور یې څه ونه ویل.
د سوخوی سوپرجټ-۱۰۰۰ په نوم دا الوتکه د ماښام شپږ بجې له شرمتیوو هوايي ډګر مومانسک ته والوتله، خو لږ وروسته د الوتکې کارمنانو د ستونزې پیدا کېدو له امله بېړنی پیغام ولېږه.
اروفلوت هوايي شرکت په بیانیه کې وايي، هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې سره د الوتکې ماشینونو اور واخیست:
"د الوتکې خدمتګارانو د سپرلۍ د ژغورلو لپاره خپل ټول وس وکړ او ۵۵ ثانیو کې یې الوتکه تشه کړه".
د روسیې د پلټونو جرګه ګۍ وايي، چې له ۷۸ کسانو یوازې ۳۷ شمېرل شوي دي.