د خوراک لپاره دې چرګه ولې نه ده راوړې؟ ښځې د همدې لپاره خپل مېړه وواژه

روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایي )، چین بیجنګ ښار کې یوې ښځې خپل مېړه ته ویلي و چې چرګه د خوراک لپاره راوړه خو مېړه یې کور ته بغیر له چرګې راغی او ښځې ورباندې چاقو ګوزار وکړ او مېړه یې مړ شو.
 
پولیسو اوس دغه ښځه او دوه بچي د خپل پلار په وژنه نیولي دي.
 

د سرچینو له قوله چې دغې شځط به په خپل مېړه زیات ظلم کاوه.
 

د دغه کور سره نژدې نورو کورونو خلکو پولیسو ته ویلي دي چې له دغه کور څخه به هره ورځ ډېر شور هم راته.
 

د وژل شوي سړي مور بیا رسنیو ته ویلي دي چې کله د دې زوی کور ته راغی نو ښځې ورڅخه پوښتنه وکړه چې چرګه دې راوړې ده نو زما زوی ځواب ورکړ: نه، نود ښځې له خوا ورباندې د چاقو ګوزار وشو او زما زوی په ځمکه راوغورخېد او څو شېبې وروسته هغه مړ شو.