
روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایي )، اوس دوبۍ کې مېلمنو ته روبوټ هرکلی وایي او هغوي ته د خوړلو او څښلو شیان مخته ږدي.
روبوټ ډېر په تېزی سره خلکو ته هرکلي ته ځان رسوي او هغوي ته دد خوړلو څښلو شیان رسوي.
د دوبۍ ځینو هوټلونو اعلان کړی دی چې له دې وروسته به د هرکلي لپاره د روبوټونو څخه ګټه اخلي او د روبوټ په مرسته به خلکو ته خواړه تیاروي.
دوبۍ کې یو هوټل مالک ویلي دی چې هڅه کوي داسې یو هوټل جوړ کړي چې تولې چارې یې روبوټ په مخ یوسي.
د ای اېس نړیوالې ادارې مالک ( حمد الھمدانی ) ویلي دي چې هڅه کوي چې داسې یو روبوټ جوړ کړي چې خلکو ته د ښځو په شکل کې خدمت وکړي او دا روبوټ ( لوسي ) نومېږي.
حمد الھمدانی زیاته کړې ده چط دا نوی ربوټ ( لوسي ) کولی شي چې د یو انسان حالت مالوم کړي چې خوشحاله دی او یا هم خفه؟