د ايراني ولسمشر حسن روحاني ورور په بند محکوم شو

روهي (يوه نۍ/۱۵ د غوايي)، ايراني رسنيو ليکلي دي چې د ولسمشر حسن روحاني ورور او د نوموړي سلاکار حسين فريدون د اداري فساد په تور په بند محکوم شوی دی.

د ايران د کارکوونکو قضايي ادارې ويلي دي چې حسين فريدون په مالي فساد، او د يیو شمېر کسانو په تاکنه او ګوښه کېدنه کې په بي عدالتۍ تورن شوی دی.

حسين فريدون ويلي دي چې د محکمه ياده پرېکړه ورته د منلو نه ده او په دې پار يې د استيناف غوښتنه کړې ده.