محمود قریشي: د ځينو خلقو دښمنانو سره اړيکو په اړه ادارو سره کره اسناد شته

روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایي )، شاه محمود قريشي ( د پاکستان خارجه وزیر ) ویلي دی چې د ځينو خلقو د دښمنانو سره اړيکو په اړه د ادارو سره کره اسناد شته ، دغه خلق د را او نورو بهرنیو هېوادونو د استخباراتي ادارو څخه د خلکو د بې لارې کولو لپاره روپۍ اخلي.
 

دا خبري هغۀ ملتان کې د رسنیو سره کړې دي خو محمود قریشي د چا نوم ذکر نه کړ چې هدف به یې څوک و؟ خو څو ورځې مخکې د پاکستان د فوځ ویاند اصف غفور د پښتون سااتنې غورځنګ په مشرانو تور پورې کړی وو چې هند او افغانستان استخبارات د پښتون ساتنې غورځنګ ملاتړي دي.
 
د وزير خارجه شاه محمود قريشي له قوله چې د مسعود اظهر په معامله هند د ناکامۍ سره مخ شوی کوم جال چې د مسعود اظهر دپاره بنړل و په هغې کې پخپله راګير شوی، مونږ سره ثبوتونو موجود دي چې ځيني خلق د را او نورو بهرنیو هېوادونو د استخباراتي ادارو څخه روپۍ اخلي او خلک بې لارې کوي.