د اسراییلو فوځ یو ځل بیا ۵۵ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایي )، د اسراییلو د فوځ په نوو بریدونو کې چې غزه کې ترسره شوي دي ۴ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۵۱ نور بیا ژوبل شوي دي.
 

د مالوماتو له مخې په ژوبل شوو کسانو ۱۰ ماشومان او ۲ ښځې هم شاملې دي. اسراییلو فوځ هغه وخت په فلسطیني وګړو ډزې وکړې کله چې دوي د غزې سره په سرحد کې د اسراییلو د فوځ په ضد لاریون کاوه.
 

بله خوا د اسراییلو فوځ ادعا کوی چې فلسطیني ځواکونو د غزې په سرحد کې د اسراییلو به خاوره ۵۰ توغندي توغولي دي.