
د ښی لاس او چپ لاس سياست درې (۳) مهم توپيرونه
شمس رحمانزی
په تېره لېکنه کې مو د چپ لاس او ښی لاس سياست او ايډيالوژيو تاريخه او لومړني مالومات در سره شريک کړل. په دې لېکنه کې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ډګرونو کې د دغه دوه اړخونو مهم توپيرونه درته په ګوته کوو.
سياسي توپير:
چپ لاسي:
- پرمختګ غوښتنکي؛
- راتلونکې ته باور لرونکي؛
- مساوات غوښتونکي؛
- ارمان ګرا يا Idealist لېدلوری؛
- ټولنيز عدالت غوښتونکي؛
- مساوات ورته لومړيتوب لري.
ښی لاسي:
- محافط ګرايي؛
- په تېر تاريخ باور؛
- عدالت غوښتونکي؛
- ازادي ورته لومړيتوب لري.
اقتصادي توپير:
چپ لاسي
- منصفانه کسب؛
- د کار ګرو ملاتړ؛
- شخصي ازادي؛
- په ټولې ټولنې تمرکز.
ښی لاسي:
- د پانګوال ملاتړ؛
- ازاد کسب؛
- اقتصادي ازادي؛
- په فرد تمرکز.
د حکومت پالېسۍ يې:
چپ لاسي:
- عدل او عدالت؛
- له هغو سره مرسته څوګ چې د ځان مرسته نه شي کولی.
- په ټولنه کې د غورځېدلو را پورته کول؛
- سوله دوستي.
ښی لاسي:
- تجاوزيي حکومت؛
- ډېر پوځي جوړښت؛
- له هغه سره مرسته څوګ چې په خپله ځان بسيا کولی شي؛
- په ټولنه کې لوړو کسانو ته موقع ورکول.