مسینجر د خپلو کارکوونکو لپاره يو بله آسانتيا هم رامنځ ته کړه

اوسنۍ نړۍ د ټکنالوژۍ او پرمختګ نړې ده، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورځ تربلې د ټولنيزو رسنيو لکه: فېسبوک، ټوېټر، اسټاګرام، واټساپ.. کاروونکي مخ په زياتېدو دي.
 
پرتله له شکه چې د همدې ټولنيزو رسنيو کپمنيو ترمنځ سخت او ضروري رقابت هم شتون لري. د هرې ټولنيزې رسنۍ مالک او کارکوونکي هڅه کوي چې په خپل اپليکېشن کې داسې نوي څه رامنځ ته کړي چې نه يوازې مينه والو ته يې کاري اسانتيا راولي، بلکې خوښ يې هم شي.
 
تازه په تاز د فېسبوک کمپنۍ په مسينجر کې د لا آسانتيا لپاره ګام پورته کړی، له دې وړاندې مو په مسينجر کې نشو کولی چې ليکلی پيغام مو ريپلې کړئ، خو اوس تازه په تازه د فېسبوک ادارې د مسينجر د کاروونکو لپاره دا ستونزه هم حل کړه او اوس تاسو کولی شئ چې د واټساپ او نورو اپليکېشنونو په څېر په مسینجر کې هم خپل پيغام او يا هم د مقابل لوري پيغام ريپلې کړئ.