د کوچنيو تجارتونو د پرمختګ ستراتيژۍ څو ټکي



• اعلانات د خپلې ټولنې د مشخصو اخبارونو له لارې خپرول.
• په ژېړو پاڼو کې اعلانات چاپول.
• په هغو موټرو يا نورو وسايلو کې اعلانات نصبول چې دوکاندارانو ته سودا راوړي.
• خپلو دايمي پېرودونکو ته د ټلېفون له لارې خبر ورکول.
• خپلو دايمي پېرودونکو ته د برېښناليک له لارې خبر ورکول.
• په سيمينارونو او نورو غونډو کې د خپلو توليداتو يادونه وکړئ.
• له راډيو سره په مرکه کې د خپلو توليداتو يادونه وکړئ.
• خپلو پېرودونکو سره د اړيکو لپاره د هغو د برېښناليک او ټلېفون شمېرې د يو ډيټابېس په بڼه له ځانه سره وساتئ.
• خپل بزنس کارتونه په ښه ډيزاين سره جوړ کړئ.
• بروشورونه په ښه ډول جوړ کړئ او د خپلو خدماتو ګټې په کې بيان کړئ.
• د برېښناليک له لارې کمپاين وکړئ.
• خپلو توليداتو لپاره د نمايش يوه نکته وټاکئ.
• د ټلېفون له لارې د بازار موندنې کمپاين وکړئ.
• د خپلې کمپنۍ لپاره يوه ښکلې لوګو جوړه کړئ.
• هر څلور مياشتې پس د خپلې کمپنۍ کړنې او خدمات د يوې خپرونې له لارې تشريح کړئ.
• د خپلې کمپنۍ په نامه کاليزې، قلمونه، کتابچې او نور شيان ډيزاين کړئ چې ستاسو د کمپنۍ نوم او لوګو په کې موجوده وي.
• خپلې کمپنۍ لپاره وړې وړې سټيکرې جوړې کړئ چې ستاسو د کمپنۍ نوم او لوګو په کې موجوده وي.
• د ځوانانو لپاره سپورتي لباس جوړ کړئ چې ستاسې د کمپنۍ نوم او لوګو پرې لګېدلې وي.
• هر پېرودونکي ته د توليداتو له اخيستو وروسته مننليک ورکړئ.
• هر پېرودونکي ته د توليداتو له اخيستو وروسته د اختر کارت او يا نور سوغات ورکړئ.
• په کومو مجلو او اخبارونو کې چې ستاسو د کمپنۍ اعلانات راغلي وي، هغه خپلو دايمي پېرودونکو ته ورکړئ.
• د اعلاناتو يا د عامه اړيکو کوم سازمان اجاره کړئ.
• د کمپنۍ د لوړوالي لپاره هلې ځلې په ياد وساتئ.
• په خپلو توليداتو او خدماتو سيمينار په ياد ولرئ.
• د خپلې کمپنۍ د پرمختګ مواد په خپل بِل کې شامل کړئ.
• په سوداګريزو نمايشونو کې په دايمي مشتريانو پسې تلاش وکړئ، چې ستاسو کمپنۍ پورې اړه لري.
• په اتحاديو کې خپل دايمي مشتريان ولټوئ.
• په سيمينارونو او غونډو کې خپل دايمي مشتريان پيدا کړئ.
• په مجلو او اخبارونو کې خپل دايمي مشتريان پيدا کړئ.
• خپلو مشتريانو لپاره خپل بروشورونه او د نرخونو لست په يوه کڅوړه کې واچوئ.
• د خپلې کمپنۍ په موټرو د کمپنۍ نوم او لوګو ولګوئ.
• يوه متحده ويډيو جوړه کړئ.
• د خپلو محصولاتو د راتلونکي او ګټو يو ليست جوړ کړئ، تر څو تاسو سره د اعلاناتو او پرمختګ په کمپاين کې مرسته وکړي.
• پروپوزلې جوړې کړئ چې ستاسو د پېرودونکو د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
• د خپلو محصولاتو او خدماتو مفت سمپلونه برابر کړي.
• د خپلو عملي کارونو يو عمومي سفر برابر کړئ.
• د پېښو قربانيانو سره مالي مرسته وکړئ.
• يوه اماتور سپورتي لوبډله سپانسر کړئ.
• يوه هنري يا کلتوري ټولنه سپانسر کړئ.
• لوبغاړو لپاره سپورتي لباس جوړ کړئ، چې ستاسو د کمپنۍ نښان يا نوم پرې ليکل شوى وي.
• د خپلې کمپنۍ په نوم يوه لوبډله جوړه کړئ.
• په کال کې يو يا دوه ځله سپورتي سيالۍ جوړې کړئ.