سويلي کوريا: شمالي کوريا بيا مزايل وازمويل

روهي (نۍ/۱۴ د غوايي)، د سويلي کوريا رسنيو ويلي دي چې شمالي کوريا يو ځل بيا له خپل ختيځ ساحل څخه کوچني مزايل ازمويلي دي.

سويلي کوريا کې چارواکو ويلي دي، چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت او د سويلي کوريا حکومت د شمالي کوريا د دغه نوې ازموينې په اړه پلټنه کوي.

چارواکو ويليی دي چې دغه توغنديو تر دوه سوه کلیو متره پوري مزل وهلی دی. د دغه ازموينې په اړه د امريکا بهرنيو چاروز وزير مايک پمپيو هم د سويلي کوريا له چارواکو سره اړيکه نېولې ده.