بې وېرې چې اور ته دانګي، نن ورځ یې نړیواله ورځ لمانځل کېږی

روهي( نۍ/۱۴ د غوايي )، نن ورځ د هغو سرتېرو ورځ لمانځل کېږي چې دوي د اور سره لوبې کوي، خپل ځانونه اور ته اچوي خو نور له اور څخه ژغوري دا سرتيري اور وژونکي دي.
 

دا ورځ د ۱۹۹۹ څخه لمانځل کېږي چې د لومړي ځل لپاره په اسټرالیا کې ولمانځل شوه.
 

دغو سرتېرو ته د اور وژنې لپاره خانګړې روزنه ورکول کېږي او د دوي سره د اور وژنې ځینې وسایل وي .
 

اوروژونکي هغه سرتیري دي چې خپل ځانونه اور ته اچوي او نور له اور څخه ژغوري.