
روهي (جمعه/۱۳ د غوايي)، د هندوستان حکومت د اجرائيوي رياست په اوس وخت کې د اسلام مبارک دين ستر داعي او عالم ډاکټر عبدالکريم نايک په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په خپرولو تورن کړی دی.
يادې ادارې تېره ورځ په ممبۍ کې محکمې ته ويلي دي، چې ذاکر نايک د خپل ټلويزيوني چينل او ويناوو له لارې خلک سخت دريځۍ ته هڅوي، له پټو سرچينو مالي ملاتړ تر لاسه کوي او همدا ډول يې د غېر قانوني لارې ۲۸ مېلېونه ډالر پانګه تر لاسه کړې ده.
د هند حکومت د سولې په نوم د ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په تلويزيوني خپرونو بنديز لګولی دی خو په نړۍ کې ياد چينل تر ۲۰۰ مېلېونه لېدونکي لري او اوس له دبۍ خپل نشرات کوي
ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک له سوله ييزې لارې د اسلام د سپيڅلي دين دعوت او تبليغ کوي چې په ګرده نړۍ کې په مېلېونه مينوال او ملاتړي لري.