زما لـــــه سترګو والوتله په ټول چــــــم خوره وره شوه
چې خوشبو دې زما د اوښکو په شبنم خوره وره شوه
په سفر يې د اسرارو د هستۍ ځان سره بوتلم
لکه لار هسې مې مينه تر قدم خوره وره شوه
د هوسا زندګۍ لمر ته د خنجر له سيوري راغلل
چـــــې رڼا په کومـــــــو خلکو د قلــم خوره وره شوه
کله شخړه وي په خېټه کله جنګ په حقيقت وي
قبيله چـــــــې کله دلتــــــه د ادم خــــــوره وره شوه
ســــــتا ډيوې مــــــــــې د مچکو تصــــور ته بلولې
چې تياره يې په انګړ کې ستا د غم خوره وره شوه
لــــــکه ولـــــــوېږي رڼا چې په آيينه او وپــړکېږي
هسې ستا په مخ مې مينه په عالم خوره وره شوه
د \"حسن\" د عـــــمر پاڼې د خـــــزان باد رېژولې
چې وږمه دا ستا د حُسن د موسم خوره وره شوه
وروستي