
روهي (پنخه نۍ/۱۲ د غوايي)، په هندوستان کې د واکمن ګوند يو بل ملاتړي ګوند له حکومت غوښتي دي، چې په دغه هېواد کې دې پر مسلمانانو نجونو او ميرمنو حجاب بند کړي.
دغه ګوند وايي چې له دغه غوښتنه او فشار يې موخه سياسي او ديني څه نه دي بلکې غواړي چې له دې لارې ترهګري څرګنده او کمزوري کړي.
دغه غوښتنه ملتپاله ګوند شیو سینا کړې ده او وايي چې د مذهبي ازاديو پر ځای غوره ده چې وګړو ملي امنيت ته پام وشي او لومړيتوب ورکړل شي.
د دغه ګوند د غوښتنې پر وړاندې هندوستان کې سخت غبرګونه راپورته شوي دي او نيوکه کيږي چې دا ډول غوښتنې مذهبي کړکېچ ته لمن وهل دي.
له دې وړاندې په سرېلانکا کې حکومت حکم کړی چې نور دبايد مسلمانې ميرمنې حجاب ونه کړي، خو سرېلانکا مېشتو مسلمانو د حکومت دغه پرېکړه ديني دښمني بللې ده.