
روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غوایي )، دا وسله د انجینیرانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې لخوا د ۳ میاشتو په دننه کې جوړه شوې ده.
دا وسله د نورمالو ټوپکونو د پاسه هم نصب کېدا ی شي. دا وسله په ځانګړې توګه د ترکیې د ملي ټوپک ام پ ټي ۷۶ لپاره جوړه شوې ده.
دا وسله نړیوال نندارتون ته هم وړاندې شوه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا وسله د نږدې څخه ولیده او د غور لاندې ونیوله. د ویلو ده چې دا وسله په ډیره اسانه توګه د ټوپک د پاسه نصب او استفادې ته چمتو کیږي. دا وسله په یو لاسي بکس کې د انتقال او د ۳۰ دقیقو په څیر په کمه موده کې چارچیږي.
لیزر وسله د سلو نه تر ۱۵۰ مترو پورې یو میلي متر فولاد سوري کولو په ظرفیت جوړه شوې ده.
دا وسله یواځې د لیزر په طاقت کار کوي او ټوپک ته بل هیڅډول ضرر نه رسوي.
د ویلو ده چې د لیزر وسلې جوړونکو انجینیرانو ویلي دي چې په نوو ډولونو يي ورته کار پیل کړی دی. په راتلوونکي کې غواړو چې ددې وسلې حجم کوچنی او طاقت يي لا پسې قوي کړو.