امریکا کې په یو پوهنتون کې د ډزو له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غوایي )، د امریکا په جنوب کې په کیرولینا سیمه کې یو پوهنتون کې د ډزو له کبله ۲ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.
 

د سرچینو له قوله چې په ژوبل شوو کسانو کې د ۳ حالت د خفګان وړ ښودل شوی دی. پولیسو د ډزو په تور یو کس نیولی چې ( ټرینټن ټیرریل ) نومېږي او ۲۲ کلن دی .
 

دا وخت په پوهنتون کې تدریس ځنډېدلی دی. محصلین د پوهنتون څخه بلې ودانۍ ته وړل شوي دي.