يوې پېغلې ته سپک کتونکی پاکستانی پوځي د یادې بېغلې له خوا وژل شوی دی

روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غوایي )، خېبر پښتونخوا مومندو سیمه کې يو پاکستانی پوځي وروسته له هغه ووژل شو چې د يوې پښتنې ښځې ته سپک وکتل او د هغې کور ته ورغی.
 
 
مومندو کې پښتنې ښځې د خپل عزت ساتلو په خاطر پر پوځي ډزې کړي دي او وژلی يې دی.
 
 

د مومندو پېښې ته د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين په خپل غبرګون کې ويلي دي چې ددې پېښې دې پلټنې وشي.
 
د سیمې اوسیدونکو اوس پهخ لاریونونو لاس پورې کړی دی او وایي چې باید د دغې پېښې پلټنه وشي.
 

د لاریون کوونکو د جملې څخه یو نت وایي چې دغې ښځې د ټولو پښتنو شمله هسکه کړه.