
روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غوایي )، د فېسبوک ادارې په تېرو کلونو کې غوښتل چې فېسبوک په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره د یو پرمختللي ښار په څلور لاره بدل کړي چې ټول خلک پکې یو له بل سره مخامخېږي، خو پر فېسبوک باندې په وروستیو کلونو کې تر نیوکو وروسته چې وایي د خلکو شخصي معلومات رسوا کوي، اوس دې ادارې پرېکړه کړې چې خلک د یو پرمختللې کوټې په بڼه په پټه یو له بر سره نظرونه تبادله کړي.
د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ وایي، اوس به خلک کولای شي چې په ځاني توګه او د ګروپ په بڼه له یو بل سره پټ بحثونه وکړي او تر خپل منځ پیغامونه ولېږي چې ټول خلک به یې نه ویني. ښاغلي زوکربرګ د امریکې په کلیفورنیا ایالت کې فېسبوک ته د ودې ورکولو په کالنۍ غونډه کې ویلي دي:
"د دې تر څنګ چې فېسبوک مو د پرمختللي ښار پر یو څلورلارې بدل کړ، موږ د خبرو یوې پرمختللې کوټې ته هم اړتیا لرو او دا به داسې څه وي چې له ټولو په بېله طریقه وي او خلک پکې په ځاني او د ګروپ په بڼه پټ په پټه تر خپل منځ اړیکي ولري او یو له بل سره پیغامونه تبادله کړي، دا مواد به د همېشه لپاره نه پاتې کېږي، ساده او خوندي به وي، د خپل ځای ښوولو پټې لارې به وي او ډېر نور څه به ولري چې خلک ځاني توګه سره وتړي".
د دې ادارې د شمېر له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو ارب خلک فېسبوک کاروي، خو په وروستیو کې ورباندې دا نیوکې کېږي چې وایي دا کمپنۍ څنګه د فېسبوک کاروونکو معلومات تر خپل کنټرول لاندې ساتي او پر خپلو پاڼو باندې کلکه څارنه کوي.
د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ د غونډې ګډونوالو ته وویل، فېسبوک نور بدلېږي او پر شخصي یا پټو پیغامونو لېږلو باندې تمرکز کوي، وایي په دې برخه کې به چټک بدلونونه را ولي او د دې تر څنګ به په خپلو دوو نورو اپلیکېشنونو انسټاګرام او میسنجر کې هم دا کار عملي کړي، چې وایي بیا به د خلکو پیغامونه هیڅوک هم حتی فېسبوک کمپنۍ به یې هم نه شي لیدلای.
مارک زوکربرګ زیاته کړې، غواړي فېسبوک په یوه داسې ځواک بدل کړي چې په نړۍ کې مثبت کار وکړي او یو داسې ځای ځنې جوړ کړي چې کاروونکي یې په اسانۍ سره پکې له دې پرمختللي ښاره تر پرمختللې کوټې تللای شي او یو داسې ځای ځنې جوړ کړي چې یوه بل ته لېواله ډلې سره پکې لیدلای شي.
دغه راپور د ډيوه راډیو د پښتو څانګې په مرسته چمتو شوی دی
"نه یواځې دا چې د ژوند غټې شېبې، ټولنیزې چارې او بریالیتوبونه پکې شریکولای شئ، بلکې چې په شخصي او ولسي کچه هر څوک پکې د خپلو هرورځنيو ښو جذباتو اظهار هم کولای شي، له ملګرو سره ټوکې کولای شي، له خپلې کورنۍ سره ځان پکې یو ځای محسوسولای شي. چې هم د خبرو خونه وي او هم د ښار څلورلاره".
تر اوسه دا نه ده معلومه چې آیا د فېسبوک پر دغو نویو بدلونونو به د دې نړیوالې ټولنیزې رسنۍ کاروونکي کوم غبرګون وښيي که نه او له دې سره به څه مرسته وکړي که نه چې پر دې کمپنۍ لګېدلي تورونه ختم کړي.